سیمه ییز خبرونه
كابل كي پر يوه رستورانت ځانمرګې بريد ۲۱ كسان ووژل
په كابل كې د جمعي په ماشام ( د مرغومې ۲۷ ) په ځانمرګي بريد كې يو ويشت كسان وژل شوي دي. په وژل شويو كې ديارلس بهرنيان دي.
افغان چارواكو منلې، چې په بريد كې په افغانستان كې د پيسو د نړيوال وجهي صندق استازى هم وژل شوي دى.
د جمعى په ماشام دريو ځانمرګو بريدګرو په كابل ښار كې په دې رستورانت بريد وكړ.
بريد په بشپړه ديپلوماتيكه سيمه وزير محمد اكبرخان كې پر هغه رستورانت شوى، چې مشتريان يې زياتره بهرنيان دي.
يوه ځانمرګي د رستورانت په دروازه كې چاودنه كړې او دوو نورو ته يې زمينه برابره كړې، چې رستورانت ته ننوځي.
بريد كابو يو ساعت دوام وكړ. فواد د رستورانت اشپز دى، چې له بريده روغ وتلى دى، خو څو همكاران يې وژل شوي دي.
د افغان امنيتي چارواكو د معلوماتو له مخې په بريد كې يو ويشت كسان وژل شوي چې ديارلس بهرنيان دي.
د كورنيو چارو وزارت مسولين وايي، چې دوه امريكايي، يو ډنماركى، يو برتانوى، يو لبنانۍ او يو روسي وګړى د وژل شويو په ډله كې دي. امنيتي سرچينې زياتوي چې د افغان امريكايي پوهنتون دوه كاركوونكي هم په بريد كې وژل شوي دي.
له بلې خوا په كابل كې د كاناډا سفارت هم منلې، چې په دغه بريد كې دوه كاناډايي وګړي هم وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د څلورو كاركوونكو د وژنې خبر هم تائيد شوى دى.
په كابل كې د يوناما وياند آري ګيتانيس وايي:
مونږ ډير ټكان خوړلى دى، ډير نا راحته يو. دا د ملګرو ملتونو لپاره ډېره غمجنه ورځ وه. په بريد كې د ملګرو ملتونو څلور كاركوونكي وژل شوي دي.
له بريد څخه وروسته د كورنيو چارو وزير عمر داود زى د ځينو پوليس افسرانو دندې ځنډولي دي. تمه كيږي چې ملي امنيت هم لاس په كار شي.
بريد خپله تياره او ويروونكي څيره كابل ښاريانو ته ښكاره كړه. ماشومان هم ويريدلي غوندي دي.
د بريد سيمې ته نږدې څو سفارتونه پراته دي او په سړكونو كې د امنيتي سرتيرو پوستې هم كتار دي.