سیمه ییز خبرونه
كابل په تېره يوه مياشت كې د وژنو او وسلوالو غلاوو د سل پېښو شاهد و
په كابل كې د وژنو، سړي تښتونو او وسلوالو غلاوو كچه د نورو وختونو په پرتله زياته شوې ده.
د كابل ښاريان د شپې له خوا د گرځيدو پر مهال وېريږي، چې له كوم وژنكي يا سړي تښتونكې سره مخ نشي.
كابل ښاريان وايي، چې د كابل په هره څنډۀ كې د پوليسو پوستې ليدل كيږي؛ خو د ښاريانو ژوند بيا هم له خطر سره مخ دى.
د پنجشنبې په سهار(د مرغومي۵) د كابل د شپږمې ناحيې اوسيدونكي د يوې نجلۍ او يو نرينه د مړيو د پيدا كيدو شاهدان ول، چې په مرموزه توگه وژل شوي دي.
د كابل د جنايي څېړنو رييس سيد گل آغا هاشمي هم په كابل كې د وژنو سړي تښتونو او وسلوالو غلاوو د زياتيدو پخلى كوي.
نوموړى وايي، په تېره يوه مياشت كې د اوولس قتلونو، د شپاړس وسلوالو غلاوو او د پېنځه جنسي تېريو عاملين نيول شوي دي.
يو شمېر وگړي، چې د دغو پېښو قربانيان دي له دولت څخه غواړي، چې د قضايې او جنايي پېښو عاملين محاكمو ته وړاندې كړي.
د يادونې وړده، چې په بلخ ولايت كې هم په وژنو او سړي تښتونو تورنه يوه نهه كسيزه ډله نيول شوې ده.