سیمه ییز خبرونه
كابل ښاروالي په پلازمېنه كې د غير معياري لوړ پوړيزو ودانيو په جوړولو نيوكه كوي
د كابل ښاروالۍ چارواكي وايي:
له دې وروسته به د لوړ پوړيزو ودانيو جوړولو مخه ونيسي، خو د كافي امنيتي ځواك د نشتوالي پرلامل يې په مخنيوي كې پاتې راغلي يو.
د پوليسو چارواكي وايي، له ښاروالۍ سره همكارۍ ته چمتو يو .
په كابل ښار كې د لوړ پوړيزو ودانيو زياتوالي د چاپېريال په برخه كې جدي اندېښنې را پورته كړې دي.
د كابل ښاروالۍ فني او ساختماني مرستيال عبدالاحد واحد وايي:
په دې ښار كې د غيرمعياري لوړ پوړيزو جوړيدل د زياتيدو په حال كې دى.
نوموړى زياتوي:
ښاروالۍ كافي امنيتي ځواك نه لري، چې د دا ډول ودانيو مخه پرې ونيسي.
د كابل امنيه قوماندانۍ مرستيال جنرال داود امين وايي:
له ښاروالۍ سره هرډول همكارۍ ته چمتو يو.
كه څه هم په كابل كې د ښارگوټو او لوړ پوړيزو ودانيو جوړول جريان لري او ويل كيږي، چې ډېرې دا ودانۍ زورواكانو او لوړ پوړيو دولتي چارواكو جوړې كړي دي، خو اړوند ارگانونو د دې كار د مخنيوي او يا د مالكانو د افشا كولو په اړه تر اوسه اقدام نه دى كړى.