سیمه ییز خبرونه

كابل ښاريانو نيكمرغه لوى اختر په بشپړ ډاډ پيل كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جمعې په ورځ(د لړم۵) كابل ښاريانو د نيكمرغه لوى اختر لمونځ ادا او د الله پاك د رضا لپاره يې قربانۍ پيل كړې. دوى سوله او آرامي د ژوند ترټولو ستره اړتيا بولي او د جگړې له ښكېلو غاړو غواړي، چې وسلې پرځمكه كيدي او سوله ييز ژوند غوره كړي.

كابل ښاريانو د نيكمرغه لوى اختر په لومړۍ ورځ د ښارپه بېلابېلو عيدگاوو او لويو جوماتونو كې د اختر لمونځونه د سولې په فضا كې ادا كړل.

دوى، چې له لمانځه وروسته يې يو بل ته مباركۍ وركولې، له آريانا تلويزيون سره په خبرو كې يې د سولې په اړه خپله تنده په ډاگه كړه او له ښكېلو خواوو يې  وغوښتل، چې د سولې لارخپله كړي.

دوى وايي، چې له دې ورورسته دې ټولې خواوې د افغانستان دودانولو لپاره هڅه وكړي او افغانستان په ځان بسيا وساتي.

Trending

Exit mobile version