سیمه ییز خبرونه
كابل ښاريان په دوه يم پړاو ټاكنو كې په پراخ گډون ټينگار كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
يو شمېر كابل ښاريان وايي، په دوه يم پړاو ټاكنو كې به پراخ گډون كوي.
دوي وايي، رايه به يي د هغه كانديد وي، چې د خلكو په ژوند كې د بنسټيز بدلون وړتيا ولري.
دوي له اوسنيو كړكيچونو څخه د وتو يوازنۍ لار ټاكنې وبللې.
شریف الله ویاند د کابل له یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړي او گزارش وركوي، چې خلك پر ټاكنو تودې خبرې كوي او د دوه يم پړاو ټاكنې اړينې گڼي.
يو ښاري وايي، زه د خپل ژوند د ښه والي لپاره نه، بلكې د ټولو افغانانو د ژوندانه د ښه والي لپاره رايه كاروم.
د كابل ښاروالۍ كاركوونكى وايي، د ښار په پاكولو بوخت يم او په ټاكنو كې په دې نيت گډون كوم، چې هېواد مو له فساد څخه خلاصون ومومي.
د يادونې وړ ده، چې د روان لمريز كال د غبرگولي په ۲۴د ولسمشريزو ټاكنو دوه یم پړاو تر سره كيږي.