سیمه ییز خبرونه
كابل ښار ته افغان انجنير تر ټولو سترساعت جوړوي
يو افغان انجنير وايي:
كابل ښار ته به د نړۍ تر ټولو سترساعت يا غوره ټاوركلاك جوړوم.
دى وايي:
ټاكل شوې د سولې د مهال په نامه دې سترساعت كې د نېټې او ورځې معلومولو سيستم هم ځاى شي.
په داسې حال كې، چې په نورو سترو ساعتونو كې دا آسانتيا نشته.
د ساعتونو دوه بېلگې، چې مخكې له دې د دغه افغان انجنير له خوا جوړې شوي، د ده په وينا، د وخت په ټاكنه او كيفيت كې د نړۍ له غوره ساعتونو سره سيالي كولى شي.
د غزني ولايت اوسيدونكي انجنير محمد ياسين له دېرش كلونو را په ديخوا ډېر نوښتونه درلودل، خو اوس غواړي د نړۍ تر ټولو سترساعت او غوره ټاور كلاك جوړ كړي.
افغان انجنير محمدياسين زندگي وايي:
له نورو سترو ساعتونو سره د دې ساعت توپير دا دى، چې د نېټې او ورځې معلومولو آسانتيا هم لري.
د نوموړي په وينا:
د سولې د مهال په نامه دا ساعت به په كابل كې ولگول شي.
دا افغان انجنير زياتوي:
كه د تمويل سرچينې معلومې شي، د نړۍ د ستر ساعت د جوړيدو كار به پيل كړم.
انجنير زندگي اوولس كاله مخكې په غزني كې د ساعت لومړنۍ بېلگه جوړه كړې وه، چې د برېښنايي زنگ لرونكى ديوالي ساعت دى. په دې ساعت كې له ډېرو ساده وسايلو كار اخيستل شوى، چې ټولې برخې يې پرلاس جوړ شوې دي.
پر دوه يم ساعت كار درې كاله وړاندې پيل شو او د قاب په جوړيدو به ژر پرانيستل شي. دا ساعت به خپله د اړتيا ور انرژي له لمرڅخه واخلي، چې د اوونۍ ورځې او شپې هم معلومولى شي.
درېيم ساعت به مربع ډوله وي، چې نهه په نهو مترو كې به جوړ شي او په غالب گومان به لومړني او دويم ساعت ته ورته وي.
