سیمه ییز خبرونه

كابل ښار ته د ډله ييزو ځانمرگو ننوتو بېلابېلې اندېښنې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يو شمېر كسان اندېښمن شوي، چې څه ډول يوه ډله ځانمرگي بريدگر كولى شي، چې له ځان سره سپكې او درندې وسلې ښار ته راد ننه كړي.

د ولسي جرگې دفاعي جرگه گۍ رييس د پرونۍ سهارنۍ پېښې په اړه وايي، چې په دې بريد كې د پاكستان استخباراتي كړۍ لاس لري؛  خو افغان استخباراتي ادارې هم پر كمزورۍ تورنوي.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال هم مني، چې د استخباراتي نيمگړتياوو له كبله وسلوال د ځينو بريدونو په تر سره كولو بريالي كيږي.

پلازمېنه كابل  په څه كم يوه اوونۍ كې د دوه مرگونو بريدونو او نښتو شاهده  وه. د تېرې چارشنبې په ورځ(د مرغومي۲۷) د كابل په زړه كې د ملي امنيت پر يوه رياست يوې ډلې ځانمرگو بريد كوونكيو بريد وكړ، چې پر بريد كوونكيو سربېره په كې يو تن ووژل شو او له شل ډېر ټپيان شول. د دوشنبې په ورځ(د سلواغې ۲) بيا هم ځانمرگي بريد گر تېر بريد ته په ورته هڅه كې د ترافيكو لوى رياست ته ننوتل او نږدې اته ساعته يې جگړه وكړه.

پوښتنه دا ده، چې په كابل كې پر امنيتي تدابيرو سربېره بريدگر څنگه كولى شي، چې پر مهمو دولتي ځايونو بريد وكړي او له ځان سره سپكې او درندې وسلې وليږدوي؟

وسلوالو طالبانو دا بريدونه په داسې حال كې زيات كړي، چې افغان دولت د سولې هڅې گړندۍ كړي دي.

ځينې كارپوهان په دې باوردي، چې وسلوال طالبان د افغان دولت د سولې وړانديزونه پر ځانمرگو بريدونو ځوابوي.

Trending

Exit mobile version