نړۍ
كامرون او ساركوزى د ليبيا مركز طرابلس ته رسيدلي
د انگلستان لومړى وزير ډيويډ كامرون او د فرانسې ولسمشر نيكولاس ساركوزى د انتقالي شورى له رهبرانو سره د خبرو لپاره د ليبيا مركز طرابلس ته رسيدلي، چې د ليبيا د انتقالي شورى رييس مصطفى عبدالجليل ترې له معمرالقذافي د فاداره ځواكونو د ځپلو لپاره د وسلو او مهماتو غوښتنه كړې ده.
طمع كيږي، چې كامرون او ساركوزي به د بنغازي له ښار څخه هم ليدنه وكړي.
د انگلستان د لومړي وزيردفترد يوې اعلاميې په خپرولو ليبيا ته د ډيويډ كامرون د سفر پخلى كړى دى.
لويديځو رسنيو هم رپوټونه وركړي، چې د ليبيا د انتقالي شورى په رسميت له پېژندلو وروسته ډيويډ كامرون او نيكولاى ساركوزي د لويديځ لومړني چارواكي دي، چې ليبيا ته يې سفر كړى.
د ليبيا د انتقالي شورى رييس مصطفي عبدالجليل له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د معمرالقذافي د ځواكونو د ځپلو لپاره دويته وسلې په واك كې وركړي.
هغه رسينو ته ويلي، چې:
د قذافي ځواكونه په دښتو كې سره راټول شوي او د غچ اخيستو لپاره د بريدونو تابيا كوي.
انگلستان او فرانسه هغه هېوادونه ول، چې د ليبيا د ولسمشر معمرالقذافي د راپرځولو لپاره يې پر پوځي زور ټينگار كاوه.
د دغو دواړو هېوادونو جنگي الوتكو په تېرو شپږ مياشتو كې د معمرالقذافي پر ځواكونو سختې بمبارۍ وكړې.