تازه خبرونه

كاناډا او جاپان له كورنيو چارو وزارت سره د دولس موټرو مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كاناډا او جاپان د ملگرو ملتونو د UNODC د پروگرام له لارې د افغانستان د كورنيو چارو له وزارت سره د دولس موټرو مرسته وكړه.
دا موټرونه د ملگرو ملتونو د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د دفتر له خوا د قانون د تنفيذ د پروگرام په چوكاټ كې كورنيو چارو وزارت ته وركړ شول او تاكل شوې له دې موترو څخه د كابل، هرات، بدخشان او جلال آباد په دروازو كې استفاده وشي.
د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې مرستيال باز محمد احمدي وايي:
دا موټر به د نشه يي توكو د قاچاق وړونكيو د انتقال او څېړنې كارونه آسانه كړي.
په افغانستان كې د كاناډا د سفير مرستيال ريد سيرز وايي:
په افغانستان كې د نشه يي توكو له اړخه تر لاسه شوې گټه د اداري فساد او ناامنيو د زياتوالي سبب گرزي، چې بې ثباتي را منځته كوي.
د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې پوليس وايي، د روان كال له پيل څخه تر اوسه۲۶۲شكمن كسان له شاوخوا دولس ټنه نشه يي توكو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو كې نيول شوي دي.
په افغانستان كې د نشه يي توكو د كار و بار د مخنيوي لپاره مرستندويه هېوادونو زياتې مرستې كړي؛ خو اوس هم دا هېواد نړۍ ته ۹۰ سلنه نشه يي توكي توليدوي.

Trending

Exit mobile version