سیمه ییز خبرونه
كانديدان له ټاكل شوې نېټې مخكې ټاكنيزې مبارزې نه شي پيلولى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون كانديدانو ته خبر دارى وركوي، چې له ټاكل شوې نېټې مخكې ټاكنيزې مبارزې نه شي پيلولى.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتكي وايي، چې ځينو كانديدانو له ټاكل شوې نېټې مخكې خپلې ټاكنيزې مبارزې پيل كړي دي.
نوموړى زياتوي، كه دا مبارزې همداسې دوام وكړي، سرغړوونكي به عدلي او قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې:
د ټاكنيزو منډو ترړلو د خونديتوب لپاره لاس په كار شوي دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون له ټولو دولتي، نادولتي ادراو او رسنيو غواړي، چې د ټاكنو او كانديدانو د مبارزاتې منډو ترړلو په وخت خپل بې پرېوالى وساتي او هيڅ دولتي امكانات د كوم كانديد په گټه ونه كاروي.
دا په داسې حال كې ده، چې په زياترو مواردو كې كانديدان په رسنيو كې پر بېلا بېلو موضاعاتو خبرې كوي.