سیمه ییز خبرونه
كندهارښار ته د برېښنا رسونې شبكې د تجهيز تړون لاسليك شو
كندهار ښار ته د برېښنا رسونې شبكې د تجهيز لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او د متحده عربي اماراتو د بيسك ډفنيس كمپنۍ ترمنځ د څه باندې پېنځه ميليون امريكايي ډالرو په ارزښت تړون لاسليك شو.
د تړون د لاسليك پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت چارواكو وويل، چې:
د دغه تړون لگښت د دولت د بوديجې له خوا وركول كيږي.
په دې اړه د آريانا راډيو- ټلويزيون د خبريال حبيب الله بختيال په رپوټ كې راغلي ، چې:
د اوبو او برېښنا سرپرست وزيراسماعيل خان د دې تړون د لاسليك پرمهال وويل، چې:
كندهارښار ته د برېښنا رسونې د شبكې د تجهيز پروژې په پلې كيدو به، چې ټول لگښت يې پېنځه ميليون و نوي زره امريكايي ډالره كيږي د كندهار ولايت د اوسيدونكيو ډېرې ستونزې حل شي.
د كندهار ښار ته د برېښنا رسونې شبكې د تجهيز په دې پروژه كې د ۱۶ ترانسفرمرونو ، ۴۱۰ كانكريټي پايو ، ۱۲۳۰ ميټر بكسونو، ۵۲۶۰۰ د برېښنا ميټرونه او ۱۲۰ كيلو مټره د برېښنا كيبل تيارول شامل دي.
د چارواكو په وينا:
پر دې سربېره، چې پخوانۍ شبكه رغول كيږي ۷۰۰۰ نورې كورنۍ به له برېښنا برخمنې شي.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير دا هم وويل، چې:
له كابل څخه كندهار او هلمند ته د د برېښنا د مزي غځولو پروژه، چې د ۴۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت منظوره شوې، په پلې كيدو به پر يادو ولايتونو سربېره د وردگو، غزني او زابل ولايتونو د برېښنا ستونزې حل شي.
دا تړون په داسې حال كې لاسليك كيږي، چې د كندهار ښاريانو د برېښنا په برخه كې له ستونزو سرټكولى او له افغان دولت څخه يې په دې برخه كې د مرستې غوښتنه كړې ده.