تازه خبرونه

كندهار بيا هم د نوماند داكتر عبدالله عبدالله د ټاكنيزو مبارزو كوربه شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د يكشنبې په ورځ( د وري۱۰) د ولسمشرۍ نوماند داكتر عبدالله عبدالله د كندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي كې له خپلو مرستيالانو سره خپلو زرگونو پلويانو ته خپله كړنلاره بيان او له خلكو يې وغوښتل چې ده ته رايه وركړي او خپل روښانه راتلونكى تضمين كړي.

نوموړي خلكو ته ډاډ وركړ، چې د برياليتوب په صورت كې به د خلكو له هيڅ راز خدمت څخه ځان نه سپموي.

د كندهار يو شمېر قومي مشرانو هغه ته ته ډاد وركړ، چې د جهاد او مقاومت په وخت كې له ده سره ملگري ول او اوس هم ورسره دي.

له دې سره سره، چې په كندهار كې خلك د ټاكنيزو كمپاينونو په لړ كې امنيتي تدابيرو ته اندېښمن ول؛ خو د امنيتي ځواكونو د ښو امنيتي تدابيرو له كبله تر دې مهاله په دې غونډو كې هيڅ ډول امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې.

Trending

Exit mobile version