سیمه ییز خبرونه

كندوز روزنتون د بيات بنياد له ژمنيو مرستو برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بيات بنياد د ژمنيو مرستو ټولگه د كندوز په ولايت كې پر سلگونه بېوزلو  ښځو او د كندوز روزنتون پر ماشومانو ووېشل شوه.

د كندوز ښار د سردورې روزنتون ماشومان او ښځې له خيريه بنسټونو او دولت څخه د مرستو  د ترلاسه كولو په تمه دي.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:

بيات بنياد سلگونه بېوزلې ښځې او د كندوز ښار د روزنتون ماشومان د دوه يم ځل لپاره د ژمنيو مرستو مستحق وبلل.

نوموړي په ډاگه كړه، چې سږ كال هم د تېرو كلونو په څير مو كندوز ته سفر وكړ او د بيات بنياد مرستې پر مستحقو ووېشل شوې.

پر بېوزلو  خلكو او كورنيو مو په دې موخه مرستې ووېشلې، چې دا چاره په ټولنه كې دود شي.

د كندوز والي مرستيال شاه حمدالله دانشي، د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې رييس مير اقا اعتبار او د كندوز ولاتي شورا مرستيال مولوي خوش محمد د بيات بنياد  له خوا د مرستو وېش يو نيك گام وباله او د پېنځم كال لپاره يې كندز ته د دې بنسټ له لوري د مرستو د ليږلو له كبله مننه وكړه.

د روزنتون ماشومان او بېوزلې ښځې، چې د ژمي په موسم كې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، وېشل شوې مرستې ډېرې گټورې وبللې او له بيات بنياد يې مننه وكړه، چې د څلورم ځل لپاره يې كندوز ته مرستې ليږلې دي.

دوى له دولت او نورو مرستندويه بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې ستونزو ته يې لاسرسى ومومي.

بيات بنياد يو مرستندوى بنسټ دى، چې هر كال د ژمي په موسم كې زرگونه وگړيو ته د هېواد په ليرې پرتو ولايتونو او سيمو كې خوراكي توكي او البسې  وېشي.

بيات بنياد همدا راز د رغونې او بيا رغاونې پروژې، لكه ښوونځي، روغتونونه، جوماتونه، تكيه خانې او وړكتونونه د افغانستان په ولايتونو كې جوړ كړي او زرگونه وگړي يې له خدمتونو برخمن شوي دي.

بيات بنياد په روان كال او راتلونكيو كلونو كې هم د لسگونه پروژو پر تطبيق او پلان كار كوي.

Trending

Exit mobile version