تازه خبرونه
كندوز پوهنتون ته د بيات بنياد د علمي كتابونو مرسته ورسيده
بيات بنياد د كندز پوهنتون د كتابتون د علمي غنى په موخه له دې پوهنتون سره زرگونه ټوكه كتابونو مرسته وكړه.
د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجنیر احسان الله بیات د كندز پوهنتون سره د يو زرو اته سوه ټوكو معلوماتي او علمي كتابونو مرسته وكړه.
دا كتابونه په داسې حال كې كندز پوهنتون ته سپارل كيږي، چې د كندز پوهنتون كتابتون اوس هم د زرگونه معلوماتي او درسي كتابونو له لږوالي سره مخ دى.
د بيات بنياد لوى مشر وايي، وړاندې له دې هم بيات بنياد له كندز پوهنتون سره د كتابونو، كمپيوټرونو او درسي موادو مرسته كړې وه.
نوموړى د كندز پوهنتون د ښوونيز نظام د پياوړتيا لپاره د دې بنسټ پر اوږدمهاله همكاريو ټينگار كوي.
د دې مرستو هدف د لوړو زدهكړو له وزارت او د لوړو زدهكړو له موسسو سره د بيات بنياد د همكاريو زياتوالى بلل شوى دى.
د كندز پوهنتون مسوولين دا مرسته ستايي او دا د بيات بنياد له لوري ستره معنوي مرسته بولي.
د كندز پوهنتون رييس قاضي قدوس وايي، نه يوازې دا، چې د بيات بنياد له خوا وركړ شويو كتابونو د پوهنتون كتابتون بډايه كړ، بلكې ښوونيزو موادو ته د لاسرسي په برخه كې يې د محصلينو ستونزې هم ليرې كړې؛ ځكه مخكې محصلان اړ ول، چې د معلوماتو د تر لاسه كولو لپاره د افغانستان نورو كتابتونونو ته مراجعه وكړي.
بيات بنياد هر كال د هېواد له پوهنتونونو سره د زرگونه ټوكو كتابونو، كمپيوترونو او نورو ښوونيزو موادو مرسته كړې، چې له دې لارې د پوهاوي كچه لوړه او درسي نظام پياوړى شي.