سیمه ییز خبرونه
كه امريكا په افغانستان كې اوږد مهال شتون غواړي، خپلې ژمنې دې پلې كړي
د افغانستان د مشرانو جرگې رييس امريكا ته خبردارى وركړ، چې د افغانستان په وړاندې د ژمنو د نه عملي كيدو په صورت كې دې داسې تمه هم نه كوي چې له دې هېواد سره به بل هوكړه ليك لاسليك كړي.
فضل الهادي مسلم يار له افغانستان سره په سرحدي پوستو كې د پاكستاني ځواكونو ځاى پر ځاى كيدل له اسلام آباد سره د امريكا او ناټو د پټې معاملې پايله بولي.
فضل الهادي مسلم يار وايي، كه امريكا د افغانانو لپاره را ولاړې شوې اندېښنې حل نه كړي، مشرانو جرگه به له دې هېواد سره د هيڅ هوكړه ليك د لاسليك اجازه ورنكړي.
دى همدا راز وايي، كه سرحدي شخړه حل نه شوه، افغانان به په ملي بڼه د پرديو دې يرغل ته ځواب وركړي.
په همدې حال كې د كابل د چهاردهي ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونكيو په يوه لاريون كې د پرديو په وړاندې د افغانستان د دفاع لپاره چمتوالى وښود.
دا څرگندونې په داسې حال كې په ډاگه كيږي، چې ولسمشر حامد كرزي د ملي امنيت شورا په وروستۍ ناسته كې افغان ځواكونو ته امر وكړ، چې بايد په هغو پوستو كې ځاى پر ځاى شي، چې بهرني ځواكونه يې پريږدي.