سیمه ییز خبرونه
كه امنيتي سند لاسليك هم شي د دښمن بريدونه به ونه دريږي
د كورنيو چارو وزير وايي، كه د كابل-واشنګټن تر منځ امنيتي سند لاسليك هم شي، د دښمن بريدونه به ونه دريږي او هغوي به د خبرو ميز ته را حاضر نه شي.
د كورنيو چارو وزير محمد عمر داوود زى وايي، چې لا هم په امنيتي سند كې ځينې مسايل ناڅرګند پاتې دي، اړتيا ده چې د امريكا متحده ايالتونه يو جګپوړى پلاوى افغانستان ته د خبرو لپاره را وليږي.
امريكايي چارواكو ويلي، چې د كابل- واشنګټن تر منځ امنيتي سند بايد د ۲۰۱۴ كال په لومړيو اوونيو كې لاسليك شي، نه په څو مياشتو كې، خو د افغانستان د كورنيو چارو وزير وايي، لا هم د دې سند د لاسليك پر وړاندې ځينې داسې مسايل شتنه، چې نه دي حل شوي.
د نوموړي په وينا، د دښمن وروستۍ حملې د دې ښودنه كوي چې كه امنيتي سند لاسليك شي او يا هم ونه شي، د هېواد پر سولې او ثبات به اغيز ونه كړي.
د كورنيو چارو وزير همدارنګه وايي، چې دښمن هڅه كوي افغانستان ګوښه او څنډې ته كړي، دى زياتوي چې طالبانو خپل ژمني بريدونه پيل كړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال كې بيانيږي، چې د جمعې د ورځې په ماښام يوه ډله ځانمرګو بريد كونكو د كابل ښار په وزير اكبرخان سيمه كې د لبنيانيانو پر يوه رستورانت حمله وكړه.