سیمه ییز خبرونه

كه دولتي چارواكي له كوم مشخص كانديد څخه ملاتړ وکړي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون چارواكي وايي، كه روښانه شي چې لوړ پوړي دولتي چارواكي له كوم مشخص كانديد څخه ملاتړ كوي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي. د دغه كميسيون رئيس وايي، د ولسمشر په گډون هېڅ چارواكي ته به په ټاكنو كې دلاسوهنې اجازه ورنكړي.

د كانديدانو په ټاكنيزو غونډو كې د حكومتي چارواكو برخې اخيستنې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون اندېښنې زياتې كړي دي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئیس عبدالستار سعادت وايي :

كه ثابته شي، چې قيوم كرزى د ولسمشر د فشارونو له كبله د زلمي رسول په ګټه تېر شوى دوى به يې په وړاندې قانوني دريځ خپل كړي.

همدارنګه د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وایي، چې د ولايتي شوراګانو او ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو په باب يې درۍ زره څلور شكايتونه ثبت كړي دي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزى ټينګار كوي، چې په ټاكنو كې د تقلب او لاسوهنې د مخنيوي هڅې كوي.

ده بهرنيو هېوادونو ته خبردارى وكړ، چې كه د افغانستان په ټاكنو كې لاسوهنه ونه كړي په گټه به يې وي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسيون خبرداری ورکوي که چېرې د حکومت چارواکي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو لپاره په ټاکنیزو کمپاینونو کي ونډه واخلي نو له خپلو دندو به ګوښه کړل شي.

په همدې حال کې د ټانو د خپلواک کمیسیون مشر د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له نوماندانو غواړي، چي خپل څارونکي د ورې میاشتي تر دوهمې نېټې یاد کمیسیون ته د اعتبار د اسنادو د تر لاسه کولو په موخه وروپېژني.

Trending

Exit mobile version