سیمه ییز خبرونه

كه د افغانستان سياستونه روښانه ووسي نو پاكستان خپله همكارۍ ته مجبورېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نړيوالې ټولنې او د سيمې هېوادونو ته د افغان ولسمشر د دوشنبې څرګندونې ښكاره كوي، چې افغانستان له پاكستان سره د ترهګرۍ د اصلي ملاتړ په صفت جدي چلند وكړي.

په تېرو لسو كلونو كې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره د پاكستان صادقه همكاري نه كول د دې لامل شوې، چې افغان ولسمشر په دې باب غبرګون ښكاره كړي.

افغان ولسمشر حامد كرزي، چې د دوشنبې په ورځ ( د کب ۱۴ ) يې د ناټو له سرمنشي سره خبرې كولې د پاكستان تېروتنې په ګوته كړې او زياته يې كړه، چې كه وضعیت همدا راز دوام وكړي نو د سيمې په هېوادونو كې به حالت له كنترول څخه ووځي.

بل خوا سياسي كارپوه جاويد كوهستاني وايي:

د لندن په درې اړخيزه ناسته كې د افغان ولسمشر حامد كرزي او د ده پاكستاني سيال آصف زرداري تر مېنځ پر شويو ژمنو د پاكستان نه درېدل، او د پاكستان د عالمانو د شورا د رئيس وروستۍ څرګندونې د دې لامل شوي، چې افغان ولسمشر غبرګون ښكاره كړي.

سياسي كارپوهان حسن ولسمل او جاويد كوهستانی پر كړو ژمنو د پاكستان د نه درېدو لامل په افغانستان كې كمزورۍ مديريت بولي او زياتوي كه د افغانستان سياستونه روښانه ووسي نو پاكستان خپله همكارۍ ته مجبوريږي.

دا كارپوهان زیاتی، چې له دې وړاندې د افغانستان د سولې په برخه كې پاكستان نه همكارۍ د دغه هېواد د استخباراتي شبكې كار بلل كېده، خو په افغانستان كې د ځانمرګو بريدونو د روا والي به باب د پاكستان د عالمانو شورا مشر څرګندونو ښكاره كړه، چې د پاكستان حكومت او ټول سياسي او مذهبي بنسټونه يې د افغانستان په باب يو ډول دريځ لري.

Trending

Exit mobile version