سیمه ییز خبرونه
كه د بلخ والي په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې ځان ونوموي نو ملي جبهه به ترې ملاتړ وكړي
ملي جبهې غړي خبردارۍ وركوي، چې كه په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې پراخې درغلى وشي نو افغانستان به يو ځل بيا د بحران او بې ثباتۍ په لور ولاړ شي.
د ولسمشريزو ټاكنو په رانږدي كېدلو سره د رايو جلب لپاره د سياسي گوندونو هڅې زياتې شوې دي.
له همدې سره د يو شمېر سياسي گوندونو مشرانو په مزار شريف كې غونډه وكړه.
ملي جبهې مشر احمد ضيا مسعود وايي:
كه په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې بيا هم درغلى تر سره شي نو افغانستان به يو ځل بيا د بحران او بې ثباتۍ سره لاس او گريوان شي.
بل خوا د بلخ والي عطا محمد نور وايي:
په ټول هېواد كې له سياسي گوندونو سره خبرې روانې دي، نوموړى زياتوي، چې كه په ټاكنو كې نوم وركې نوماندان د افغانستان واكمنۍ ته ځان ونوموي او د افغانستان د خلكو ستونزه هواره نشي نو دى به هم يو له هغو كسانو وي، چې ولسمشرۍ ته ځان ونوموي.
له همدې سره د ملي جبهه مشر احمد ضيا مسعود زياته كړه، كه د بلخ والي راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته ځان ونوموي نو دوى به ترې ملاتړ وكړي.
ملي جبهه خبردارۍ وركوى كه يو ځل بيا د افغانستان د خلكو حق تر پښو لاندې شي نو دوى به د افغانستان خلك راټول او لوى لاريونونه به تر سره كړي.
بل خوا د بلخ والي وويل، چې د ملي جبهي په خوا كې د ده شتون په دې معنا نه دى، چې دى د ملي جبهې غړى دى ځكه چې د افغانستان د ستونزو د هوارولو لپاره ټول جهادي مشران له يو بل سره مرسته كوي.