تازه خبرونه

كه د تحول او تداوم ټيم بريالى شي، ښوونکو ته به میاشتنی کوپون ورکړل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

احمد ضيا مسعود وايي، كه د تحول او تداوم ټيم ټاكنې وګټي، هر ښوونكي ته به مياشتنى كوپون وركړل شي. ښاغلي مسعود، چې د كابل د ځينو ښوونكو او ښځو په غونډې كې خبرې كولې، زياته یې كړه، كه د تحول او تداوم ټيم ټاكنو كې بريالى شي، د ښځو په ژوند كې به بدلون راشي.
د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو د دوو ټاكنيزو ټيمونو تر منځ ټاكنيزې سيالي زور اخلي او دې لړ كې پر يو او بل لفظي حملې هم كوي.
احمد ضيا مسعود د ځينو ملا امامانو خبرې د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه د ملاتړ په پروګرام كې شرمونكې بولي.
له بلې خوا لومړي پړاو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند قطب الدین هلال په دویم پړاو ټاکنو کی خپل ملاتړ له اشرف غني احمدزي څخه اعلام کړ.
نوموړی وایي، مونږ په افغانستان کی سوله غواړو ځکه دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي هغه طالب دی او یا که د ملي اردو سرتېری.
بلخوا د خدمت كوونكو د ټولنې رئیسه سهیلا سحر حلیمي له ښځو غواړي، چې ټاكنو كې ګډون وكړي او له خپل حق څخه استفاده وكړي.
د چهارشنبې په ورځ ( د غبرګولي ۲۱ ) د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو د كانديدانو د ټاكنيزو كمپاينونو وروستۍ ورځ ده، ټاكل شوې د شنبې په ورځ چې د غبرګولي له ۲۴سره سمون خوري، د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاكنې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version