سیمه ییز خبرونه

كه د كابل-واشنگتن امنيتي تړون لاسليك نه شي، سويدن به خپلې پوځي مرستې بندې كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په شمال كې د سويدن لوړپوړى استازى وايي، د كابل –واشنگتن تر منځ امنيتي سند په افغانستان كې د سويډني ځواكونو د حضور له دوام سره اړيكه لري. كه دا سند لاسليك نه شي، سويدن به خپلې پوځي مرستې بندې كړي.

په شمال كې د سويدن استازى يوناس ويستر لوند وايي:

د كابل او واشگتن تر منځ د امنيتي سند نه لاسليك په افغانستان كې زمونږ د پوځي حضور پر مسالې اغېز لري؛ خو زموڼږ مرستې به په غير پوځي برخه كې له ۲۰۱۴م كال وروسته هم روانې وي.

ښاغلى ويسترلوند باور لري، چې سويدن په ملكي برخه كې زياته پاملرنه لري او د  لس كلونو لپاره يي يو اعشاريه دوه ميليارد دالر په دې برخه كې د فعاليتونو لپاره بيل كړي دي.

ښاغلى يوناس ويستر لوند زياتوي:

مونږ له افغانستان سره د اوږدمهالو همكاريو پلان وړاندې كړى، چې د دې پروگرام له مخې به په دې هېواد كې د لس راتلونكيو كلونو لپاره په ملكي برخه كې مو  پروگرام په بشپړ ډول روښان دى او  د لس  راتلونكيو كلونو لپاره مالي بودجه يو اعشاريه دوه ميليارد دالره ده.

نوموړى همدا راز وايي، كه امنيتي سند لاسليك شو، سويدني پوځيان به د ۵۰ پوځي سلاكارانو په حضور كې د افغان ځواكونو پر روزنې تمركز وكړي.

Trending

Exit mobile version