سیمه ییز خبرونه

كه د ناامنو سيمو امنيت ټينگ هم شي، ټاكنې به په كې تر سره نه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنيتي بنسټونو ويلي، ۴۱۴ ټاكنيز مركزونه ناامنه دي. كه څه هم د امنيتي بنسټونو په وينا، د دې مركزونو د امنيتي گواښونو د ليرې كولو هڅې كوي؛ خو د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس     ضياالحق امرخيل وايي، كه د دې مركزونو امنيت ټينگ هم شي، په كې به د ټاكنو  تر سره كول ناشوني دي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس ضياالحق امرخېل وايي:

په راتلونكيو څو اوونيو كې به له كابل څخه ولايتونو او ټاكنيزو مركزونو ته ټاكنيز مواد وليږل شي؛ د افغانستان په ځينو برخو كې ناامني د دغو موادو د ليږد په وړاندې عمده ننگونه بلل كيږي.

دې ټولو اندېښنو ته په پام سره؛ امنيتي وضعيت د ټاكنو د خپلواك كميسيون د اندېښنې وړ خبره نه ده.

دا كميسيون وايي، امنيتي حالت د تېرو ټاكنو د امنيتي حالت په پرتله ښه دى.

د ولسي جرگې غړى عاشق الله وفا هم له امنيتي حالت څخه اندېښنه لري.

د يادونې وړ ده، چې تر ټاكنو پورې له درې مياشتو څخه كمه موده پاتې ده؛ خو و به ليدل شي، چې د ټاكنو پر مهال به حالت څرنگه وي.

Trending

Exit mobile version