سیمه ییز خبرونه
كه د پوهنې او د كليو د پراختيا رئيسان د خلكو ستونزې هوارې نه كړي نو له دندو به گوښه شي
د كندهار والي د دغه ولايت د شاولي كوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ويلي، چې په دغه ولسوالۍ كې امنيت ټينگ شوې، خو د بيا رغونې چارې پكښې نه دي تر سره شوي.
د كندهار والي ډاكټر توريالۍ ويسا د ملي اردو او ايساف ځواكونو يو شمېر قوماندانانو او د كندهار د اداري يو شمېر رئيسانو د دغه ولايت شاه ولي كوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د خلكو ستونزې واورېدې.
نوموړې د خلكو د ستونزو د اورېدو وروسته گواښ وكړ، چې كه د پوهنې او د كليو د پراختيا رياست تر راتلونكې يوې اوونۍ پورې د خلكو ستونزې هوارې نه كړي نو له دندو به گوښه شي.
نوموړي همدا راز په دغه ولسوالۍ كې د امنيت په باب ډاډ وركړ.
بلخوا د سيمې اوسېدونکو د كندهار له والي څخه وغوښتل، چې د دوى په سيمه كې د كرنې، پوهنې او بيارغونې برخې ته جدي پاملرنه وكړي.
ديادونې وړ ده، چې د كندهار يو شمېر نورې ولسوالۍ هم د بيارغونې له چارو څخه بې برخې پاته دي.