سیمه ییز خبرونه

كه سياسي گوندونه ځانگړې گټې وپالي، د ديموكراسۍ په زيان به وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو درېيم پړاورانږدې كيږي او گڼ شمېر سياسي گوندونه په دغو ټاكنو كې د گټور رول لوبولو ته ځان چمتو كوي.

د سوداگرۍ وزير، چې  د ((افغان ملت)) گوند مشري هم لري وايي، چې:

يو شمېر هغه گوندونه، چې د ملي گټو په ځاى خپلو گټو ته كار كوي د ديموكراسۍ د نظام په زيان دي.

د سوداگرۍ وزيراو د ((افغان ملت)) گوند مشر انوار الحق احدي زياتوي:

د لويو سياسي گوندونو شتون، چې وكولى شي په پارلمان كې ډېرې څوكۍ  خپلې كړې پر سياست مثبت اغېز كولى شي.

د افغانستان سوداگرۍ وزير او د ((افغان ملت)) گوند مشر سياسي گوندونه د ديموكراسۍ په نظام كې يو گټور عنصر بولي، چې كولى شي د خلكو د ژوند د ښه كيدو ل پاره كار وكړي.

د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي وايي:

له دې كبله، چې يو شمېر سياسي گوندونه د خلكو د ژوند د ښه كولو په موخه اوږد مهاله پروگرامونه نه لري؛ خلك يې دې ته اړ كړي، چې د سياسي گوندونو په اړه خراب ذهنيت ولري.

نوموړې زياتوي، چې د افغانستان دېرش سلنه خلك؛ يا، خو په سياسي گوندونو كې برخه لري او يا هم د سياسي گوندونو ملاتړي دي. كه سياسي گوندونه وكولى شي د خلكو د ذهنيت د سمولو لپاره كار وكړي؛ نو كولى شي، چې د اوسنيو ستونزو د اوارولو او په  راتلونكيو ټاكنو كې د خپلو نوماندانو په گټه د خلكو له رايو څخه سالمه گټه پورته كړي.

Trending

Exit mobile version