سیمه ییز خبرونه
كه غوښتنه وشي خپل پوځي ماموريت به جاري وساتو
د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن وايي:
كه د ملگرو ملتونو امنيت شورا او يا د افغانستان حكومت له موږ څخه غوښتنه وكړي؛ نو له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته به هم خپل پوځي فعاليت ته دوام وركړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكل شوي مهالوېش له مخې به ناټو د ۲۰۱۴ز. كال تر پايه له افغانستان څخه ووځي؛ خو د ناټو له خوا به د افغان ځواكونو د روزنې او سمبالتيا ماموريت دوام وكړي.
په ۲۰۱۴م كال كې له افغانستان څخه د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته امنيتي گډوډي يوه لويه اندېښنه گڼل كيږي.
د ناټو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن په ډاگه كړه، چې:
خوموږ كولاى شو، چې د افغان حكومت د يوې بلنې پر بنسټ له ۲۰۱۴ز. كال وروسته هم په دغه هېواد كې پاتې شو. زما په اند دا به ډېره ښه وي، چې د ملگرو ملتونو له خوا يو تصويب شوى ماموريت ولرو.
دناټومنشي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنو د مهالويش په اړه وايي:
د ټاكنو لپاره امنيت كليدي رول لري او افغان ځواكونه بايد د ۲۰۱۴ز. كال د ولسمشرۍ ټاكنو د امنيت ټينگښت په غاړه ولري.
د ناټو سرمنشي دغه راز د بحران ډلې په اړه د افغان حكومت خبرداري ته هم په نغوته كې وويل، چې:
د بحران نړيواله ډله كولى شي خپل نظريات وړاندې كړي او افغان حكومت يې بايد په فعاليتونو كې مداخله ونه كړي.
له دې وړاندې افغان چارواكو په ډاگه كړې، چې د بحران نړيواله ډله په سياسي انگيزه فعاليت كوي او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.