سیمه ییز خبرونه
كه له طالبانو سره د سولې خبرې ناكامې شي، افغانستان به يو ځل بيا كورنۍ جګړې ته ننوځي
د برېتانيا د پارلمان دفاعي جرګه ګۍ وايي، چې له طالبانو سره د سولې هوكړه د با ثباته افغانستان ضمانت كولاى شي. دغې كمېتې ويلي كه له وسله والو طالبانو سره د سولې پروسه ناكامه شي، په افغانستان كې يو ځل بيا كورنۍ جګړه پيلېداى شي.
د بريتانيا د پارلمان په دفاعي كمېټه كې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان مسايل څېړلي دي.
دوى له وسله والو طالبانو سره په سوله ټينګار كړى او وېره يې څرګنده كړې، چې كه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې ناكامې شي، افغانستان به يو ځل بيا كورنۍ جګړې ته ننوځي.
دغې كمېټې د افغانستان د حالاتو د ښه كېدو لپاره ځيني سپارښتنې كړې دي.
ازادې ټاكنې، د افغان پوځونو روزنه او تجهيز، د بشري حقونو ملاتړی او غښتلى قضايي نظام، د افغانستان د پرمختګ لپاره د نړيوالو مرستو دوام او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره غښتلي ګامونه، هغه څه دي، چې دغې كمېټې يې افغان دولت او برېتانيا ته سپارښتنه كړې ده.
د برېتانيا د پارلمان دفاعي كمېټه وايي، دوى له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د برېتانيا د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو د فعاليت په اړوند ډېر كم معلومات لري. دوى ټينګار كوي، چې افغانان بايد خپل راتلونكې په خپله وټاكي.
د برېتانيا د پارلمان د دفاعي كمېټې رئيس جېمز آربثتنت وایی:
برېتانيا او د هغې نړيوال ملګري بايد افغانانو ته روښانه كړي، چې پر خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دي.
كه څه هم د برېتانيا د دفاع وزارت د پارلماني كمېټې دا څرګندونې په ځاى بولي، خو زياتوي چې برېتانيا به له افغانستان سره تر دوه زره څوارلسم كال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام وركوي.
د برېتانيا د دفاع وزير فليپ هاموند وايي:
همدا اوس اتيا په سلو كې عمليات د افغان ځواكونو په رهبرۍ تر سره كېږي او داسې برېښي، چې افغان ځواكونه د پرمختګ په حال كې دي.
د برېتانيا د دفاع وزير همدارنګه زیاته کړه، چې برېتانيا له افغان دولت سره همكاري كوي، چې پائيدونكې سولې او ثبات ته ورسېږي.
برېتانيا په افغانستان كې نهه زره سرتېري لري، چې د دوه زره ديارلسم كال تر پايه به دغه شمېره څه باندې پینځو زرو ته راښكته شي.