سیمه ییز خبرونه

كه مالي مرسته ونه شي په ايران او پاكستان كې ميشت كډوال به له ټاكنو بې برخې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، كه مرستندويه هېوادونه پنځوس ميليون دالر ور نكړي،  په ايران او پاكستان كې به افغان كډوال په ټاكنو كې له گډون بې برخې شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:

په پاكستان او ايران كې د ميشتو افغان كډوالو د گډون لپاره د ټاكنو خپلواك كميسيون لومړنى پلان طرحه كړي؛ خو په ټاكنو كې  د كډوالو د گډون لپاره پنځوس ميليون دالرو ته اړتيا ده.

په تېرو ولسمشريزو ټاكنو كې هم د ټاكنو خپلواك كميسيون د كډوالو د گډون لپاره له ورته پلاون يادونه كړې وه، خو كډوال له ټاكنو محروم شول.

نوموړى زياتوي، د كانديدانو د وروستي ليست تر خپريدو پورې په رسنيو كې د څرگنديدو او د هغوى د نظر په څرگندولو هيڅ ډول محدوديت نشته؛ خو د كانديدانو تر منځ  د رسمي سيالۍ په پيليدو، كانديدان اړ دي، چې د كميسيون كړنلارې په پام كې ونيسي.

كميسيون رسنيو ته خبردارى وركوي، چې كه د كوم كانديد په گټه او يا خلاف كمپاين و كړي ؛ نو له قانوني چلن سره به مخ شي.

كه څه هم د كانديدانو په اړوند د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته گڼ شكايتونه رسيدلي او دغه كميسيون وايي، چې د شكايتونو څېړنه ډېر وخت ته اړتيا لري، خو بيا هم ټينگار كوي، چې د كانديدانو وروستى نوملړ به د لرم په پېنځه ويشتمه خپور شي.

Trending

Exit mobile version