سیمه ییز خبرونه
كه ناامني راتلونكې ټاكنې زيانمنې كړي، پړه به يې د امنيتي بنسټونو په غاړه وي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس خبردارى وركوي، چې كه ناامني راتلونكې ټاكنې زيانمنې كړي، په دې برخه كې به د هر ډول درغليو مسووليت د امنيتي بنسټونو په غاړه وي.
يوسف نورستانى ټينگار كوي، چې:
د امنيتي بنسټونو د څرگندونو برعكس زياتره ټاكنيز مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي.
نوموړى وايي، هڅه كوو، چې په ټاكنو كې د بهرنيو او كورنيو بنسټونو د لاسوهنو مخنيوى وكړو.
ده له ولسمشر حامد كرزي څخه د هغو چارواكو د گوښه كولو غوښتنه هم وكړه، چې دمگړۍ د نوماندانو په پلوۍ هڅې كوي.
د كورنيو چارو وزير محمد عمر داوود زی او ملي دفاع وزيربسم الله محمدي وايي، د ټاكنو په وړاندې امنيتي گواښونه كم شوي او هڅه به وشي، چې طالبانو ته د ټاكنو د گډوډولو موقع ورنكړ شي.