1393ټاكنې

كه ټاكنې دوهم پړاو ته ځي نو د درغلۍ او تقلب د بيا تكرار كلك مخنيوي به وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

د ټاکنو خپلواك كميسيون وايي، دوهم پړاو ته د ټاكنو د تګ په صورت كې به د درغليو او تقلب او سرغړونو لارې بندې كړي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس ټينګار كوي، چې د مخكښو كانديدانو لپاره يې د څارنې ۵۰ زره كارتونه چاپ كړي، چې د وېش واك به يې هم له كانديدانو سره وي.

د وري په شپاړسمه د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د ځينو كانديدانو په ملاتړ شوې درغلۍ په داسې كچه وې، چې د ټاكنو په پايلو يې ناوړه اغېزه وكړه.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد یوسف نورستانی وايي:

كه ټاكنې دوهم پړاو ته ځي نو دوى به د درغلۍ او تقلب د بيا تكرار كلك مخنيوي وكړي.

د ښاغلي نورستانې په وېنا دوهم پړاو ته د ټاكنو د تلو په صورت كې به د دغه كميسيون يو شمېر ولايتي رئيسان تبديل او ځينې نور به د درغليو په تور له دندو ګوښه كړي او عدلي ارګانونو ته به يې معرفي كړي.

نوموړى لا هم امنيتي ستونزې د لويې اندېښنې په توګه يادوي.

كه ټاكنې دوهم پړاو ته ځي نو د دوو اوونيو په ځنډ یعنې د غبرګولي په ۲۴ مه به ټاکنې تر سره كېږي.

Trending

Exit mobile version