تازه خبرونه
كه ټاكنې پخپل وخت تر سره نه شي، مشروعيت به له لاسه وركړي
اوس د ولسي جرگې رييس وايي، د ارگ په وروستۍ ناسته كې، چې د ولسمشرۍ د دوه مخكښو كانديدانو په حضور كې د تاكنو د خپلواك كميسيون مسولينو ويلي، په دې بريد كې ټاكنيز مواد سوځيدلي او له همدې امله به دوي ونه شي كړاى څو دوه يم پړاو ټاكنې پخپل وخت تر سره كړي.
عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرگې رییس وايي:
د اساسي قانون له مخې، دوه يم پړاو ټاكنې بايد د ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلام دوه اوونۍ وروسته تر سره شي.
د ولسي جرگې غړي غلام حسن ناصري او منور شا بهادري د ټاكنو خپلواك كميسيون د چارواكو په دې څرگندونو شك ښكاره كوي او وايي، چې دوه يم پړاو ټاكنې بايد د اساسي قانون د حكم له مخې په خپل وخت سره تر سره شي، له دې پرته به خپل مشروعيت له لاسه وركړي.
د چهارشنبې په ورځ به د ولسمشريزو ټاكنو وروستۍ پايله اعلام شي او څرگنده به شي، چې ټاكنې په لومړي پړاو كې گټونكى لري يا كه دويم پړاو ته ځي.