سیمه ییز خبرونه

كه په افغان پوځ كې بنسټيز اصلاحات رانه شي، له تروريزم سره نړيواله مبارزه به پایيښت ونلري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د ناټو ځواكونو قومندان وايي، كه په افغان پوځ كې بنسټيز اصلاحات رانه شي، په دغه هېواد كې له تروريزم سره نړيواله مبارزه به پایيښت ونلري. دوى وايي افغان چارواكي بايد د خپلو سرتيرو د وړتياوو د لوړولو لپاره لازم پروګرامونه جوړ كړي.

د نړيوالې ټولنې د لس كلنو هڅو او مرستو په ترڅ كې د افغان پوځ او پوليسو شمېر دري نيم سوو زرو ته رسېدلى او تمه ده، چې دغه ځواكونه به څلور مياشتې وروسته د ټول هېواد امنيتي چارې په غاړه واخلي.

له دې سره جوخت د افغان پوځ د كمزوريو او نيمګړتياو په پام كې نيولو سره په افغانستان كې د ناټو او امريكايي پوځونو عمومي قومندان جوزف ډانفورد وايي:

د افغان پوځ د ملاتړ لپاره په كار ده، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم نړيوال سرتېري په افغانستان كې پاتې شي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د پاتې كېدو مسئله تر دې ډېره مهمه ده، چې د هغوى د شمېر په باب فكر وشي. لومړى په كار ده، چې د افغان پوځ وړتيا معلومه شي تر څو مونږ د ملاتړو ځواكونو د شمېر په باب پرېكړه وكولى شو. اته مياشتې مخكې تقاعد شويو جنرالانو دا شمېر ديارلس زره ښودلى خو اوس ډېر بدلونونه راغلي دي او مونږ په دې اړوند لاهم فكر كوو.

افغان پوځ سمدلاسه د ټاكنو د امنيت د خوندي كولو او له وسله والو مخالفينو سره د جګړې له لوى ازمويښت سره مخامخ دي.

د ناټو چارواكي همدارنګه وايي، چې افغان پوځ له وسله والو طالبانو سره د مبارزې وړتيا لري، خو د كورنيوچارو او دفاع وزارتونو ته په كار ده، چې د خپلو سرتېرو د وړتياوو د ساتلو او لوړولو لپاره لاس په كار شي.

په افغانستان كې د ناټو ځواكونو مرستيال ډګر جنرال لاريمر وایی، په اوس وخت كې  د كورنيو چارو او دفاع وزارتونه د سرتېرو د وړتياوو د لوړولو لپاره هېڅ دول پروګرام نلري. د كميت له پلوه د افغان سرتېرو شمېر بشپړېدونكى دى. اوس مونږ د هغوى پر كيفيت فكر كوو ځكه، چې تر لاسه شوي پرمختګونه پاييدونكي نه برېښي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې دوى د خپلو سرتېرو پر وړتياوو باوري دي.

د ولسي جرګې غړى ابدال الله محمدي د افغان پوځ د وړتياوو په لوړولو كې افغان حكومت او نړيواله ټولنه دواړه مسئول ګڼې.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان او امريكايي چارواكي د امنيتي تړون پر سر لا ندي سلا شوي.

كه دا تړون لاسليك شي، له مخې به يې په افغانستان كې د پاتې كېدونكو امريكايي سرتېرو شمېر هم معلوم شي.

Trending

Exit mobile version