سیمه ییز خبرونه

كه په هېواد كې د انسان د قاچاق مخه ونه نيول شي، نړيواله ټولنه به مرستې بندې كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولين وايي، كه په هېواد كې د انسان د قاچاق مخه ونه نيول شي، ښايي نړيواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې بندې كړي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال عبدالواصل نور وايي، چې په تېر يوه كال كې د انسان د قاچاق ۳۴۰  پېښې ثبت شوې وې؛ خو په روان كال كې دا شمېر له دېرش زره هم اوښتې دى.

د كورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنو رييس عبدالغفار سيد زاده وايي، چې په افغانستان كې د انسان د قاچاق په مخنيوي كې پاتې راغلي يو.

د كورنيو چارو وزارت دغه چارواكى زياتوي، د قانون د نه عملي كيدو له كبله په افغانستان كې د انسانانو قاچاق روان دى.

د مسوولينو په وينا، بيكاري، ناامني او جبري ودونه د انسان قاچاق ته لار اواروي او خلك اړ كيږي، چې له ستونزمنو لارو بهر ته د سفر لپاره زړه ښه كړي.

Trending

Exit mobile version