سیمه ییز خبرونه

كه چېرې په ټول هېواد كې امنيت ټينګ نه شي، راتلونكې ټاكنې به رڼې نه وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون خبردارى وركوي، چې كه دولت د ټاكنو د بهير ملاتړ ونه كړي، او خلك، مدني ټولنې، او سياسي ګوندونه په ټاكنو كې فعال رول ونه لوبوي، د رڼو او سراسري ټاكنو تر سره كېدل ناشوني دي.

مشرانو جرګې د اوړي له رخصتيو وروسته خپلې دويمې عمومي ناستې ته د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين ور بللي وو.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمان هوتكي له څرګندونو ښكارېدل، چې دوی هم لكه د سناتورانو په څپر د راتلونكو ټاكنو پر امنيت اندېښنه لري.

په داسې حال كې، چې تمه كېږي راتلونكې ټاكنې سرتاسري او رڼې تر سره شي، د ټاكنو خپلواك كميسيون دا تمې د امنيت پر ټينګښت پورې تړلې بولي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ټاكل شوې د رايه وركوونكو د نوم ليكنې دريم پړاو له پنځلسو ورځو څخه په كمې موده كې پېل كړي.

په دې پړاو كې دا كميسيون غواړي، چې د نوم ليكنې مركزونه كليوالي سيمو ته پراخ كړي، خو ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخيل د زياترو كليو امنيت د اندېښنې وړ بولي او وايي:

داسې ولسوالۍ هم شته، چې د امنيتي ستونزو له وجې په كې د ولسوالۍ د دفتر له كاركوونكو پرته عادي اوسېدونكو د رايي وركولو كارتونه نه دي اخيستي.

دې اندېښنو ته بايد امنيتي بنسټونو د پاى ټكى ايښى و، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون مرستیال عبدالرحمان هوتکي د ځينو دولتي كاركوونكو او امنيتي ځواكونو د احتمالي لاسوهنو په باب اندېښنه لري.

د ټاكنو پر امنيت اندېښنې په داسې حال كې زياتېږي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون تر اوسه نه دى توانېدلى په اووه ولسواليو كې د نوم ليكنې مركزونه فعال كړي.

دا كميسيون وايي، د رايي وركولو شاوخوا نيمايي مركزونه، چې ټاكل شوې په كې د راتلونكي كال د وري په ۱۶ د رايې وركولو صندوقونه كېښودل شي، تر امنيتي ګواښونو لاندې دي.

Trending

Exit mobile version