سیمه ییز خبرونه
كورنيو چارو وزارت د آلمان سفارت د امنيت ساتنې ډاډ څرگند كړ
په كابل كې آلمان سفارت له هغې وروسته وتړل شو، چې د دغه هېواد استخباراتي سازمان د وسلوالو له خوا پر دغه سفارت د بريدونو د چمتوالي په باب معلومات تر لاسه كړل.
يوې آلمانۍ ورځپاڼې د آلمان د استخباراتي سازمان له قوله ليكلي، چې داسې معلومات تر لاسه شوي، چې ښيي وسلوال طالبان په كابل كې پر آلماني ديپلوماتانو او د دغه هېواد پر سفارت بريد ته چمتوالي لري.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د آلمان د هېواد له خوا په كابل كې د خپل سفارت تړل يو ناسم گام وباله او زياته يې كړه، كه آلمان دغه گام د امنيتي گواښونو له كبله پورته كړى وي؛ نو دا وزارت چمتو دى، چې په دې برخه كې هر راز مرستې وكړي.
د نړيوالو اړيكو پخوانى كارپوه هارون مير په دې باور دي، چې په اوسنيو نازكو شرايطو كې د آلمان سفارت تړل كيدل د وسلوالو لپاره يوه لاسته راوړنه بلل كيداى شي.
نوموړى زياتوي، د آلمان سفارت تړل كيدل به د افغان ځواكونو او عامو افغانانو روحيه كمزرې كړي.
كه څه هم په كابل كې د امنيتي گواښونو له كبله د آلمان سفارت تړل كيدو له افغانستان سره د دغه هېواد د اړيكو په اړه اندېښنې پيدا كړي؛ خو آلماني چارواكو له دې وړاندې په كراتو كراتو ټينگار كړى، چې له افغانستان سره به خپلې همكارۍ ته دوام وكړي.
دغه هېواد همدا راز ويلي، چې دوى چمتو دي له ۲۰۱۴ م كال وروسته له شپږ سوه څخه تر اته سوه پورې خپل سرتېري په افغانستان كې پريږدي.