سیمه ییز خبرونه

كورنيو چارو وزارت د ښځينه پوليو د جنسي ځورونې راپور رد كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كورنيو چارو وزارت د ښځينه پوليسو په وړاندې د نرينه پوليسو د جنسي ځورونې په اړه د ملگرو ملتونو وروستى خپور شوى راپور رد كړ.

د ملگرو ملتونو د څار ادارې په خپل وروستي راپور كې په ډاگه كړې، چې د ځانگړيو آسانتياوو او خوندي تشنابونو د نشتون پر لامل ښځينه پوليسې د نرينه پوليسو له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

دغه بنسټ د دې تر څنگ اندېښمن شوى، چې دې ستونزې د ښځينه پوليسو ليكو ته د جلب و جذب مخه هم ډپ كړې ده.

كورنيو چارو وزارت د دغه راپور د ردولو تر څنگ ويلي، چې د دغه راز بې بنسټه راپورونو خپرول د پوليسو عزت، ډاډ او حيا زيانمنوي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

ملگري ملتونه بايد په دې اړه د خپل كار اړوند لاسته راوړنې وزارت ته وسپاري، چې له مخې يې اړينې چارې تر سره شي.

ښاغلى صديقي كه څه هم له ښځينه پوليسو سره ځينې كړنې نه ردوي؛ خو وايي، چې د له منځ وړلو هڅې يې روانې دي.

دغه راز د كابل امنه قوماندان ايوب سالنگي هم د ملگرو ملتونو د څار ادارې خپور شوى راپور رد كړ او وايي:

ښځينه پوليسې له هيڅ راز آساتنياوو بې برخې پاتې شوې نه دي.

د كابل په امنيه قوماندانۍ كې هم يو شمېر ښځينه پوليسو دغه راپور رد كړى دى.

د كابل امنه قوماندانۍ لسگونه ښځينه پوليسې وايي، كه د راپور خپرونكى بنسټ ترې بښنه ونه غواړي؛ نو په دې اړه به د عادلانه كړنو غوښتونكې شي.

Trending

Exit mobile version