سیمه ییز خبرونه

كورنيو چارو وزارت له همغږۍ پرته امنيتي مسوولين بدلوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب والي د دغه ولايت د امنيت آمرله تبديلۍ وروسته د مسوولينو د بدلون په بڼه نيوكه كوي او وايي:

هغه كسان، چې په يوه سيمه كې ښه اغېزمن وي، بلې سيمې ته بدليږي.

د كورنيو چارو وزارت وايي:

له دې تبديليو مو موخه داده، چې د پوليسو وړتيا لوړه او په هېواد كې امنيت ټينگ شي.

د فارياب امنيه كوماندانۍ امنيت آمرعبدالرشيد بشير د كورنيو چارو وزارت له خوا تبديل شوى، چې پر دغه كار د دې ولايت محلي چارواكو تند غبرگون وښود.

د دغه ولايت والي محمد الله بتاش وايي:

په فارياب كې د مسوولينو له بدلون سره د حكومت نه هممغږي يوه ستره ستونزه ده.

د فارياب د ولايتي شورا رييس هم د بدل شوي افسر بشير كارونه ستايي او وايي، چې:

هغه د فارياب په امنيت كې ډېر ټاكونكى رول درلود.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

د پوليسو په ليكو كې ادلون بدلون د كورنيو چارو وزارت د تگلارې له مخې كيږي، چې موخه يې په هېواد كې د پوليسو د وړتياوو لوړول دي.

نوموړى وايي:

د عبدالرشيد بشير په ځاى د ښاغلي تتمدره ټاكنه هم د دې تگلارې په رڼا كې رامنځته شوې ده.

ياده دې وي، چې مل پاسوال عبدالجميل تتمدره د دوشنبې په ورځ(د سلواغې۲۳) د فارياب د امنيت آمر په توگه په كار پيل وكړاو ژمنه يې وكړه، چې د امنيت په ټينگښت او د جنايي جرمونو په وړاندې مبارزه كې به جدي هڅه تر سره كوي.

Trending

Exit mobile version