سیمه ییز خبرونه
لاريونكوونكيو د ننگرهار والي د گوښه كيدو غوښتنه وكړه
په ننگرهار ولايت كې د شنبې په ورځ(د وري۳۱) سلگونه لاريونكوونكيو د دغه ولايت د والي گل اغا شېرزي د گوښه كيدو غوښتنه وكړه.
لاريونكونكيو د شنبې په سهار د ولسي جرگې د غړي حاجي عبدالظاهر قدير په مشرۍ د سرخ ديوال په سيمه كې د تورخم، په بهسودو كې د كونړ، د سره رود په دوسركه كې د كابل او د اډې فارم په سيمه كې د دغه ولايت جنوبي ولسواليو ته ورغلې لارې د ترافيكو په وړاندې وتړلې.
لاريونكوونكي ننگرهار والي گل اغا شېرزى د سلگونه جريب ځمكو په غصب، په تورخم ښارگوټي كې د بيارغونې په نوم د ناقانونه پيسو په اخيستو، د بيارغونې په پروژو كې په فساد، له سوداگرو څخه د باج په اخيستو او د ولسي ستونزو په رامنځته كولو كې په لاس لرلو تورنوي.
د دغه لاريون مشر او د ولسي جرگې غړى ظاهر قدير وايي:
تر هغې ، چې ښاغلى شېرزى د خلكو غوښتنو ته ځواب ونه وايي لاريون به روان وي.
د ننگرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزى پرته له دې، چې ستونزه روښانه كړي د لاريونكوونكيو ادعاوې ردوي او وايي، د لاريونكوونكيو غوښتنې ولسمشر حامد كرزي ته وړاندې شوې دي.
د ننگرهار ولايت يو شمېر نور اوسيدونكي د لاريونكوونكيو نيتونو ته د شك په سترگه گوري.
دوى وايي ظاهر قدير او نورې نامسووله وسله والې ډلې هغه وخت د ننگرهار والي پر ضد لاريونونه كوي، چې په ځانگړيو گټو كې له زيانمنيدو سره مخ كيږي.
د يادونې وړ ده، چې په ننگرهار ولايت كې خلكو ته امنيتي اندېښنې رامنځته شوي او د لارو د پرانستو غوښتنه كوي.