بلخ @ps
لایسنس غوښتونکې ښځې، څلویښت سلنه ډېرې شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ترافیکو ریاست وایي، د تېر په پرتله د ښځینه وو موټر چلوونکیو د لایسنس غوښتنې څلویښت سلنه ډېرې شوې دي.
په ورستیو کې د افغانو میرمنو له خوا د موتر چلولو لیوالتیا په تړاو په ځينو سیمو کې د موتر چلولو د زدکړې مرکزونه هم جوړ شوي.
په شمالي ولایت بلخ کې د ښځينه وو له پاره د یوې میرمنې له خوا د موتر چلولو د زدکړې کورس جوړ شوی، چې لسګونه نجونې په کې زدکړې کوي.
که څه هم افغانستان د ښځینه موتر چلوونکیو له پاره ډاډمن هېواد نه دی؛ خو اوس ورته د ډېرو زړه شوی او د کابل په ګډون په څو ښارونو کې تر سترګو کیږي.
نږدې دوه میاشتې کیږي، چې په شمالي ولایت بلخ کې د ښځینه وو له پاره د موتر چلولو د روزنې یو مرکز پرانستل شوی.
دې مرکز ته له دېرش ډېرې ښځې د زدکړې له پاره ورځي.