سیمه ییز خبرونه
لدې وروسته به ټولې بين الافغاني غونډې په افغانستان كې جوړېږي
د بهرنيو چارو وزير وايې، په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو په هدف د هغه هېواد له چارواكو سره پر تفاهم ليك كار روان دى، او دا چاره خپل وروستي پړاو ته نږدې شوى ده.
د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول، چې د سې شنبې په ورځ ( د مرغومي ۵ ) د مشرانو جرگې عمومي غونډې ته ور بلل شوى وو، وايې:
له قطر هېواد سره د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو په اړه پر تفاهم ليك كار روان دى او دا چاره خپل وروستي پړاو ته نږدې شوې ده.
همدارنگه د مشرانو جرگې رئيس فضل هادي مسلميار وايې:
كه څه هم، چي د پاريس غونډې سولې ته لاره اواره كړه، خو بايد دا ناسته يوازې د سولې د عالي شورا په هوكړې جوړه شوې واى ځكه، چي د سولې يواځينى آدرس د سولي عالي شورا ده.
په همدې حال كې د بهرنيو چارو وزير وايې، لدې وروسته به ټولې بين الافغاني ناستې او غونډې په افغانستان كې جوړېږي او په بهر كې د دا راز ناستو اړتيا نشته.
د بهرنيو چارو وزير همدارنگه زياته كړه، چې له ايران سره يې افغانستان ته د ۱۳ افغان كارگرانو د مړو پر لېږد خبرې روانې دي.
د رپوټونو له مخې، دا كسان څو ورځې وړاندې د ايران په خاوره كې د هغه هېواد د ځواكونو له خوا وژل شوي وو.
د بهرنيو چارو وزير همدارنگه وويل، له ايران سره يې د مجرمينو د استرداد او د محكومينو د انتقال په اړه تفاهم ليكونه لاسليك كړي، خو له بده مرغه دغه تفاهم ليكونه تر اوسه نه دي عملي شوي.