تازه خبرونه
لسګونه ټنه تازه میوه مو په هوايي ډګرونو کې خوسا شوې
د تازه میوې سوداګر وايي، چې لسګونه ټنه تازه میوه مو په هوايي ډګرونو کې خوسا شوې؛ ځکه، چې هند ته د الوتکو پروازونه نا منظم دي او نه شي کولی میوې پخپل وخت ولیږدوي.
د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزو چارو د غښتلي کولو لپاره د هوايي دهلیز پرانیستل کیدو سره سره سوداګر وايي، چې ستونزې یې په دې اړه نه دي حل شوي.
د افغانستان د متشبثینورییس رحم الدین حاجی آغا دوی وايي، چې له کابل څخه هند ته الوتنې مننظمې نه دي او په هوايي ډګرونو کې د دوی لسګونه ټڼه میوه له کاره لویدلې ده.
د نوموړي په وینا؛ هوایي دهلیز بسنه نه کوي؛ دولت باید ځمکنۍ لارې پیداکړي، چې صاغدرات مو ډېر شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وايي، چې له هند سره د افغانستان د هوايي دهلیز له پرانیستل کیدو سره سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوې برابرې شوې دي.
نوموړی زیاتوي؛ له ازبکستان سره د تازه میوو لپاره د ترانزیت لارې پر پرانستې هم بحث روان دی
سوداګر وايي، چې په هوايي ډګرونو کې اتیا ټنه تازه میوه، چې هند ته د استولو لپاره تیاره وه؛ خو ونه لیږدول شوه او ځای پر ځای خوسا شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د هند او افغانستان تر منځ هوايي دهلیز د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د میوو د صادرولو لپاره پرانیستل شوی دی.