سیمه ییز خبرونه

لس تنو د ولسمشرۍ د نوماندانو لومړني نوملړ ته لاره پيدا كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ لپاره له شپږويشت نوماندانو څخه يوازې لس تنو يې د نوماندانو لومړني نوملړ ته لاره پيدا كړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر محمد یوسف نورستاني د سې شنبې په ورځ(د تلې ۳۰) په يوه خبري کنفرانس کې وویل:

له څه نا څه ځنډ وروسته دغه كميسيون وتوانيده، چې د هغو ۱۰ نوماندانو نوملړ خپور کړي، چې بل پړاو ته يې لار وموندله.

اشرف غني احمد زى، قطب الدين هلال، قيوم كرزى، زلمى رسول، گل اغا شېرزى، عبدالرب رسول سياف، عبدالرحيم وردگ، داكتر عبدالله عبدالله، هدايت امين ارسلا او سردار محمد نادر نعيم هغه لس تنه دي، چې د نوماندانو لومړني نوملړ ته يې لاره پيدا كړې ده.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس يوسف نورستاني زياته كړه، چې:

ولايتي شورا گانو ته هم په ټول هېواد كې درې زره شپږ پنځوس تنو ځانونه راجسټر كړي ول، چې له هغو څخه دوه زره اوه سوه څلور تنو يې لومړني نوملړ ته لاره پيدا كړې ده.

نورستانى وايي، كوم كسان، چې له نوم لړ څخه ويستل شوي، د لړم له لومړۍ نېټې څخه تر شل ورحو پورې كولى شي، چې خپل اعتراضونه د ټاكنو د شكايتونو كميسيون ته وسپاري.

هغه وويل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د نوماندانو ورستۍ نوم لړ به د لړم له شلمې څخه تر پېنځه ويشتمې نېټي خپور كړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ل کال د وري په ۱۶ ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version