سیمه ییز خبرونه
لس زره كسانو د معتبرو اسنادو له وړاندې كولو پرته د رايې كارتونه تر لاسه كړي دي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا د يو څېړنيز رپوټ په ترڅ كې وایی، له لسو زرو څخه ډېرو كسانو د معتبرو اسنادو له وړاندې كولو پرته د رايې وركولو كارتونه تر لاسه كړي دي.
د دغه رپوټ په اساس د نوم ليكنې په ۸۲ اتيا مركزنو كې درغلي شوى دي. په ۲۸ مركزنو كې شاوخوا څلور زرو هغو كسانو ته، چې د اتلس كلنې عمر يې نه دې پوره كړې د رايې وركولو كارتونه وركول شوي دي. په پنځو مركزونو كې د خلكو په نه شتون كې هغوى ته كارتون وركول شوي دي په پنځو مركزونو كې يو شمير كسانو له يو څخه ډير كارتونه اخيستي دي. او په څلور مركزنو كې د نوم ليكنې د بهير كاركونكو ته ګواښونه شوي دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو يا فيفا بنست اجرائيوي رئيس جاندان سپين غر وايي:
كه د رايې وركونكو په بهير كې د درغليو مخه ونه نيول شي نو د راتلونكو ټاكنو شفافيت به تر پوښتنې لاندې راشي د دغه بنسټ چارواكي زياتوي، چې كم عمر لرونكو ته د رايې وركونې د كارتونو وېشل په ښكاره ډول د اساسي قانون څخه سرغړونه ده.
خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د درالانشا رئيس ضيا الحق امرخېل دغه رپوټ ردوي او وايي، چې د داسې رپوټونو نشرول د ټاكنو په باب د خلكو نظر منفي كړی.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو كميسيون د نوم ليكنې په بهير كې د كاركونكو هر ډول بې پروايي ردوي د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ وايي، چې د نوم ليكنې په مركزنو كې د كاركونكو منظم نه شتون هم پر دغه بهير منفي اغېز كړى دى.
فيفا همدارنګه وايي، چې په هرات، زابل، ننګرهار، غور، فارياب، غزني او پروان ولايتونو كې داسې شپږ پېښې هم ليدل شوي، چې په رسمي وخت كې د نوم ليكنې د بهير كاركونكې په دندو كې حاضر نه وو.