تازه خبرونه
لس نوماند وزیرانو له ولسي جرګې د باور رایې خپلې کړې
ولسي جرګې د شنبې پر ورځ ( د لیندۍ لومړۍ) د ملي دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډون ۱۰ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.
د افغان حکومت دغو ۱۰ نوماند وزیرانو تېره اوونۍ ولسي چرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړي دي نن یې د دې جرګې په عمومي غونډه کې د استازیو د باور رایه خپله کړه.
د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند حنیف اتمر د باور ۱۹۷ رایې ، رد ۲۴، باطلې ۱۶ او سپینې ۹ تر لاسه کړې .
دفاع وزارت ته نوماند اسدالله خالد د باور ۲۰۶ رایې، رد ۱۷، باطلې ۱۵ او سپینې ۸ رایې خپلې کړې.
کورنیو چارو وزارت ته نوماند مسعود اندرابي د باور ۲۱۴ رایې ، رد ۲۵، باطلې ۰ او ۷ سپینې رایې تر لاسه کړې.
مالیې وزارت ته نوماند عبدالهادي ارغندیوال د باور ۲۰۵ رایې ، رد ۳۲، باطلې ۰ او ۹ سپینې رایې پلې کړې.
د مخابراتو وزارت ته نوماندې معصومه خاوري د باور۱۵۴ رایې ، رد ۶۷، باطلې ۰ او ۲۵ سپینې رایې تر لاسه کړې.
پر دوی سربېره؛ عباس بصیر د لوړو زدکړو وزارت ته د باور ۱۹۷، رد ۲۲، باطلې ۱۳ او ۱۴ سپینې رایې خپلې کړې.
فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت لپاره د باور ۲۲۰ رایې ، رد ۹، باطلې ۱۰ او ۷ سپینې تر لاسه کړې.
نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ وزارت ته د باور ۲۱۳ ، رد ۲۳، باطلې ۰ او ۱۰ سپینې رایې خپلې کړې دي.
د حج او اوقافو وزارت لپاره محمد قاسم حلیمي د باور ۱۴۸، رد ۴۱، باطلې ۲۳ او ۳۴سپینې رایې تر لاسه کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره بشیر احمد ته ینچ د باور ۱۹۰، رد ۴۰، باطلې ۰ او سپینې ۱۶ رایې خپلې کړې دي.
د جرګې ۲۴۶ غړیو په ډاګه کړه، چې د شنبې د ورځې غونډې ښیي، چې په کور کې هیڅ ډول قومي تبعیض شتون نلري؛ ځکه، چې یو شمېر نوي وزیران له لږه کیو څخه دي.