تازه خبرونه
له۹۰ سلنې ډېر امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي
د امریکا اردو د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې له۹۰ سلنې ډېر امریکایي ځواکونه وتلي دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې امریکایي چارواکو په رسمي ډول د افغانستان دفاع وزارت ته خپل اووه تاسیسات سپارلي دي.
امریکا په افغانستان کې له ۲۰ کلن شتون وروسته د شپې په بشپړ تورتم کې د بګرام هوایي ډګر پرته له دې، چې چاته خبر ورکړي پریښود.
اسوشیټیډ پریس د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې د بګرام اوسنی افغان قومندان د امریکا له وتلو دوه ساعته وروسته خبر شوی دی.
امریکا د جمعې پر ورځ د چنګاښ ۱۱ او د جولای ۲ په ډاګه کړه، چې له پوره وتلو مخکې یې ترټولو لوی هوایی ډګر او اډه خوشې کړې او د اګست تر پایه به دا بهیر بشپړ شي.
د بګرام اډې نوي قومندان جنرال میر اسدالله کوهستاني ویلي: مونږ واورېدل، چې امریکایان له بګرام څخه ووتل او په پای کې د سهار پر اووه بجو مونږ پوه شو، چې امریکایان له بګرام څخه وتلي دي.
د امریکا د اردو ویاند ډګروال سوني لګیټ په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې امریکا ویلي وه، چې دوی له افغان ځواکونو سره د خپلو وتلو بهیر همغږی کړی دی.
