لوبی

له آریانا تلویزیون سره د آزادو سیالیو د خپرولو هوکړه لیک لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۳۹۹)
د آریانا نړیوالې شبکې او د اچ اف سي ټولنې تر منځ د آزادې مبارزې د مسلکي سیالیو د خپرولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه سیالۍ به ډېر ژر د کابل په کوربتوب ترسره شي او په هرو دوه میاشتو کې به یو ځل له آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې او اوبپاڼې لخوا په ژوندۍ او قانوي بڼه تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د آریانا نړیوال تلویزیون مشر خوشال آصفي ویلي؛ په پرلپسې توګه مونږ د فوتبال نړیوال جام سیالۍ په آریانا تلویزیون کې په ځانګړي او قانوني توګه خپرې کړي او مونږ د کرکت نړیوالې او سیمه ییزې سیالۍ مو په افغانستان کې خپرې کړي. دا ځل مو پرېکړه کړې، چې له اچ اف  سي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړو او هغه شمېر څېرې، چې په سیمه ییزه او ولایتي کچه هڅاند دي د آزادې مبارزې څېرې جوړې کړو.

لوبغاړي به له درې پړاوه ستړې کیدونکیو سیالیو له بشپړولو وروسته د لوبې اجازه تر لاسه کوي.

لوبغاړي به له درې پړاوه ستړې کیدونکیو سیالیو له بشپړولو وروسته له اچ اف سي څخه د لوبې اجازه تر لاسه کوي.

دا سیالۍ به په کال کې شپږ ځله وڅارل شي  او په هرو دوه میاشتو کې به یو ځل د ۶ سیالیو په ترسره کولو خپریږي.

د افغانستان د اچ اف سي ټولنې مشر نصرت الله آخندزاده ویلي؛ داسې څېرې شته، چې تر اوسه پېژندل شوې ندي او دوی هغه الماس ته ورته دي، چې پر ځمکه پراته دي؛ خو څوک نشته، چې پورته او پاک یې کړي او هغه خپل ارزښته وښیيي. د اچ اف سي او آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې موخه، همغه څېرې مونږ راوباسو.

دغه راز د سیالیو بله موخه د وړتیاوو لوړول او ځوانان هڅول دي، چې آزاده مبارزه وکړي.

د هېواد د آزادې مبارزې لوبغاړي هم د دغه هوکړه لیک لاسلیک کول د ودې او مورال لوړولو لپاره مثبت ګام ګڼي.

د آزادې مبارزې لوبغاړی احمد سهیل حسن زاده وایي، چې د دوی تړون د ځوانانو لپاره خورا ډېر ګټور اواغېزمن دی؛ ځکه د غوره وړتیا او استعداد لرونکي دي او د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې ژوند کوي.

د آزادو سیالیو لوبغاړی قدرت الله بابکرخېل په دې اړه ویلي؛ دا سیالي له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي او د ځوانانو د ودې لپاره رښتیا هم ګټورې دي.

سپورتي لاسته راوړنې د خلکو په ځانګړي توګه د ځوانانو ترمنځ د خواخوږۍ او یووالي غوره زمینه برابروي.

آریانا نړیوال تلویزیون تل هڅه کړې، چې د سپورتي سیالیو د خپرولو له لارې د سپورت مینه والو زړونه خپل او خوښ وساتي.

Trending

Exit mobile version