تازه خبرونه

له آزادو سیالیو سره حبیب نور ماګمدوف بریالۍ مخه ښه وکړه

Published

on

د روسیې د آزادو سیالیو ۳۲ کلن لوبغاړي حبیب نورماګمدوف تېره شپه (شنبه د لړم درطیمه) پر خپل امریکایي سیال له بریا وروسته، خپله کورناسته اعلام او د اړوند سیالیو له ډګرونو سره یې مخه ښه وکړه.

حبیب، له جاستین گیجي سره په خپله وروستۍ مبارزه کې پنجرې ته ورننوت او بریالی شو، چې خپل ځواکمن سیال مات کړي.

په دوه یم پړاو کې یې خپلې پښې د جاستین ګیچي له غاړې راتاو کړې او ساه پرې بنده شوه؛ له سالنډۍ سره مخ او په دې توګه پر خپل سیال بریالی شو.

دا د هغه لومړۍ سیالي، چې له پلار پرته پنجرې ته وردننه شو. نوموړي د سیالۍ په پای کې د پلار له زیار او هڅو مننه وکړه.

د حبیب پلار په دې وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله پر تنفسي ستونزو اخته او مړ شوی و.

حبیب څرګنده کړې: له درې ورځنیو هڅه وروسته بریالی شوم، چې د دغې سیالۍ لپاره د مور اجازه ترلاسه کړم؛ نه راضي کیده، چې د پلار په نشتون کې ولوبیږم. ما له هغې سره ژمنه وکړه، چې دا به مې وروسی ځل وي.

نوموړي زیاته کړې: دا زما وروستۍ سیالي وه. زه د یو اف سي له ټولنې یو څه غواړم، چې د نوملړ په سر کې راشم؛ ځکه، چې زه یې وړ یم.

دغه ۳۲ کلن حبیب د خپلو څانګیزو سیالیو په ډګر کې له ماتې پرته د ۲۹ بریاوو لرونکی پاتې شوی دی.

Trending

Exit mobile version