پرمختګ او بشپړتیا
له اداري فساده د خبروونکیو د ملاتړ طرح ولسي جرګې ته لیږل شوې
لهاداري فسادهد خبروونکیو کسانو د ملاتړ طرحه د چهارشنبې په ورځ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ګډې خپلواکې کمیتې لخوا ملي شورا ته د تصویب له پاره لیږل شوې ده.
د دغې طرحې له مخې، خلک کولی شي د اداري فساد د مواردو، له واک څخه د ناوړه ګټې، له قانون څخه د تېښتې، بې ځایه لګښتونو، نورو جرمونو او سرغړونو په اړه،چې په حکومت او خصوصي برخو کې شتون لري، معلومات ورکړي؛پرته له دې،چې مجازات شي.
د روڼتیا څار بنسټ د دې طرحې هرکلی کوي.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرائيهرییس سید اکرام افضلي وایي، په افغانستان کې فساد پیچلی شوی دی او اړتیا ده، چې د فساد په وړاندې د مبارزې بېلابېل قوانین ولرو. تر دې دمه په هېواد کې د فساد په وړاندې د مبارزې چوکات ډاډمن نه دی؛ دا د فساد په وړاندې د مبارزې یو ګام دی.
که څه هم له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ډیر قوانین شته، خو اندیښنې په دې را ټولي دي چې قوانین نه تطبیق کیږي.
د روڼتیا دڅار بنسټ په باور سیاسي ملحوظات او مصلحتونه د دې سبب کیږي،چې هېواد کې قوانین تطبیق نه شي. دغه بنسټ له حکومت غواړي،چې د قوانینو په پلي کولوکې جدي ووسي او د معافیتفرهنګ پای ته ورسوي.
دا طرحه په نههڅپرکو یا فصلونو او ۳۶مادو کې ترتیب شوې ده.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ له ملی شورا غواړي،چې دا طرحه تائید کړي.