سیمه ییز خبرونه

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره اړتيا ده، چې د ټولو خلكو ذهنیت روښانه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان دولت د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره سياسي اراده نه لري. يو شمېر سياسي چارواكي او د ولسي جرګې غړي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، د دې لپاره چې اداري فساد له منځه ولاړ شي، بايد د ټولو افغانانو ذهنيت روښانه شي.

د اداري فساد پر وړاندې د افغان د يووالي بنسټ د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو له ځينو نوماندانو څخه د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه كې د ژمنو په اخيستلو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځله.

د ولسمشريزو ټاكنو درې نوماندانو او د ولسمشريزو ټاكنو څلورو مرستيالانو د دې ناستې په پاى كې پر يوه متن لاسليك وكړ، چې په راتلونكو ټاكنو كې به د بريا په صورت كې له اداري فساد سره جدي مبارزه كوي، خو د ولسي جرګې غړې حمېرا ايوبي ، چې د دې بنسټ غړيتوب هم لري وايي، د دولت درې ګونې قوې په فساد ككړې دي.

بل خوا د ولسمشريزو ټاكنو ځينې نوماندان وايي، د نړۍ اويا هېوادونه له اداري فساد څخه كړېږي او بايد په دې برخه كې له هغو هېوادونو څخه زدكړه وشي، چې د اداري فساد د له منځه وړلو پر لار كې يي جدي اقدامات كړي دي.

دوی وايي، په دې سره به اداري فساد كم شي او د وخت په تېرېدو سره به له منځه ولاړ شي، خو ځينې نور وايي، له اداري فساد سره د مبارزې لپاره اړتيا ده، چې د ټولو خلكو ذهينت روښان شي.

دا ناسته په داسې حال كې جوړېږي، چې د  روڼ تيا د نړيوال سازمان په وروستي رپوټ كې افغانستان بيا هم هغه هېواد بلل شوى، چې په كې اداري فساد زيات دى.

پدې رپوټ كې وېل شوي افغانستان، شمالي كوريا او سوماليا هغه هېوادونه دي، چې په كې اداري فساد پراخ دى.

Trending

Exit mobile version