سیمه ییز خبرونه

له اداري فساد سره مبارزه د ناټو اوآيساف دنده نه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو سرمنشي وايې، د افغانستان په بنسټونو كې د فساد دوام د امنيتي حالت د ښه والي پر وړاندې خنډ گرځي.

په بروكسل كې د ناټو تړون د بهرنيو چارو د وزيرانو ناسته د ناټو  او آيساف د ۵۲غړو هېوادونو په دې ژمنې سره پاى ته ورسيده، چې له افغان ځواكونو څخه به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم خپل ملاتړ ته دوام وركوي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن د دې ناستې په پاى كې وويل:

مونږ له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان يواځې نه پريږدو. د ناټو دې جگپوړي چارواكي په افغانستان كې د فساد شتون د امنيتي حالت د ښه والي پر وړاندې خنډ وباله.

هغه اداري فساد يو ډول غلا وبلله، چې د ټولنې په افرادو كې د يوه كس له خوا تر سره كېږي، هغه وويل دا د جنايت يو عمل دى.

نوموړي زياته كړه مونږ په افغانستان كې د امنيت د تامين لپاره شتون لرو، مونږ دلته يو، څو دا هېواد يو ځل بياد ترهگرۍ په پټن ځاى وانوړي، خو ناټو او ايساف د دې لپاره دلته شتون نه لري، چي له اداري فساد سره مبارزه وكړي، دا د افغان چارواكو مسئوليت دى، چې د فساد پر وړاندې مبارزه وكړي. په افغانستان كې سوله او دوامداره ثبات لدې سره تړلى، چې افغانان پر خپل حكومت باور ولري. كه اداري فساد دوام وكړي، دا باور او اعتماد زيانمنوي او د يوه باثبات هېواد د ودې مخه نيسي.

لدې سره په يوه وخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د بروكسل د ناستې په څنډه كې يو ځل بيا ټينگار وكړ، چې افغان حكومت له اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دى.

اخوا د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري كلنټن د بروكسل په ناسته كې د امريكا له ټولو متحدانو وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې خپلې ژمنې عملي كړي.

مېرمن كلنټن ويلي، په افغانستان كې بايد د ۱۳۷۰لمريز تېروتنه تكرار نه شي، ځكه هېڅوك يې وس او توان نه لري.

نوموړې همدا راز ټينگار وكړ، دوې د افغانستان پر وړاندې ډېرې ژمنې كړي او غواړي ټولې دا ژمنې عملي شي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي هوكړه ليك د دواړو هېوادونو په گټه وباله.

هغې ووېل، چې په دې اړه خبرې په واقيعت كې د افغانستان پر وړاندې له ۲۰۱۴ كال وروسته زمونږ ژمنې ښيي، څو پر بنسټ يې افغانستان خپل امنيت وساتي او داسې يو سياسي پړاو پر مخ يوسي څو دا هېواد ډېر د دموكراسۍ پر لور حركت وكړي او د ثبات پر لور وخوځول شي څو په نتيجه كې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوى وشي او لكه څرنگه، چې د مشاركت د هوكړه ليك په متن كې راغلي، افغانستان او امريكا ترې گټه واخلي.

په همدې حال كې د افغان حكومت چارواكو تل په دولتي بنسټونو كې د پراخ فساد شتون تاييد كړى، خو د دې ستونزې په پراختيا كې يې نړيواله ټولنه هم ښكېله بللې ده.

پوځي كارپوه جاوېد كوهستاني وايي، دوه ډوله مافيا په افغانستان كې د فساد په پراختيا كې رول لري.

نوموړى زياتوي، كه له كورني او بهرني مافيا سره مبارزه ونه شي، په افغانستان كې به د فساد مخه ونه نيول شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل تازه رپوټ كې افغانستان په نړۍ كې فاسد هېواد بللى او په سلو فاسدو هېوادونو كې يې راوستى دى.

په دې رپوټ كې راغلي، چې په افغانستان كې فساد  د خلكو پر ژوند مستقيم اغېز لري او په ۲۰۱۰ كال كې په هرو اوو افغانانو كې يوه بډې وركړي دي او د دې بډو منځنۍ كچه د يوه عادي افغان له مزد درې برابره ډېره ده.

Trending

Exit mobile version