تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول اړین دي- پوتین

Published

on

د روسیې ولسمشر پرون (سې شنبه د غبرګولي اتمه) په تاشکند کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو ټینګول اړین دي.

 ولادیمیر پوتین زیاتوي، چې اسلامي امارت اوس د افغانستان پر وله خاوره واکمن دی؛ نو اړینه ده، چې اړیکې ورسره سمې او پراخې شي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، اسلامي امارت په افغانستان کې واقعي ځواک دی او په افغانستان کې له شته ستونزو سره – سره روسیه باید واقعیت ته پر کتو مخ پر وړاندې ولاړه شي.

پوتین ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو په اړه به د منځنۍ آسیا هېوادونو په ګډون له سیمه‌ ییزو شریکانو سره مشوره او همغږي وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي: له طالبانو سره اړیکي ټینګول اړین دي؛ ځکه هغوی افغانستان چلوي. مونږ باید د دې حقیقت له مخې عمل وکړو او له مخې یې خپلې اړیکې تنظیم کړو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اوسنیو واکمنو د نومونو د ایستلو پر وړاندیز د دغه هېواد له ولسمشر سره خبرې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د مسکو له لوري د ترهګرو ډلو له نوملړه د افغانستان د اوسنیو واکمنو د نومونو د ایستلو په تړاو د روسیې بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې دا کار ناسم دی؛ ځکه، چي د افغانستان اوسني واکمن له تور نوملړه ایستل سم کار ندی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي وایي: زه فکر کوم، چې دا یو وحشتناک پیغام دی؛ طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، مونږ په داسې دریځ کې نه یوو، چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژنو او روسیه هم باید دا کار وکړي. زه نه غواړم فرضیاتو ته داخلم شم؛ خو دا یو ناسم اقدام دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې افغانستان یو واحد حکومت او نظام لري او د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسي چارواکو د دې خبرو هرکلی کړی دی.

د کابل او مسکو اړیکې په داسې حال کې د پراخېدو په حال کې دي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د روسیې له‌خوا د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت پېژندلو امکان تر بل هر وخت ډېر دی.

Trending

Exit mobile version